قرغزستان د باقييف په اړه جنايي څيړنې كوي

د قرغزستان د موقت حکومت مقاماتو د دغه هېواد ليرې کړاى شوي ولسمشر کرمان بيک باقييف په اړه جنايي تحقيقات پيلوي.

په امنيتي چارو کې د موقت صدراعظم مرستيال عظيم بيک نظروف نن وويل، د دوو سوو پېښو په اړه جنايي څيړنې پيل شول. په دې پېښو کې د اداري فساد، قوم پالنې او همدا راز د ژورناليستانو او سياستوالو وژل شامل دي.هغه زياته کړه:

"نوموړي نه يوازې له جمهوري رياست څخه بهر د اپريل په اومه د خلکو د وژنې بلکه د نورو جرمونو له امله لکه له قدرت څخه په استفادې به له محاکمې سره مخامخ شي. دا چې نوموړي خپل زوى او ورونه په کار ګمارلي وو، هم له قدرت څخه استفاده کول دي."

د باقييف متحدانو او د پخواني ولسمشر د ورور په ګډون د کورنيو غړېو ته يې د نيونې خبر دارى ورکړل شوې دى.

د باقييف ورور د جمهوري رياست د ګارډ پخواني مشر وو.باقييف، چې قزاقستان ته پناه وړې، پر خپل ځان او خپلو متحدانو هر ډول جنايي تورونه رد کړې دي.

د يوه بل خبر له مخې د قرغزستان په جلال اباد ښار کې د پخواني ولسشمر کرمان بيک باکييف پلويانو د يوه سيمه ايز ټلويزيوني چاينل په خپله ولکه کې راوست.

دغه کسان د ټلويزيوني د مشر دفتر ته ننوتل او هغه ته يې خبرداري ورکړ، چې د هغه پېغام د خپرولو وخت ورکړي، چې مخکې له مخکې ثبت شوي و.