په ننګرهار كې چارواكي وايي، چې په جلال اباد كې د نن سهار په چاودنه كې لږ ترلږه اته كسه ټپيان شوي دي.
د چارواكو په وينا دا چاودنه نن سهار د جلال اباد د ښار په څلويښت ميټره سړك كې شوې.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاكټر اجمل پرديس ازاډي راډيو ته وويل، چې په ټپيانو كې ۳ ماشومان دي او د پنځو تنو نورو ټپيانو هويت روښانه نه دى.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي، دغه پېښه له هغې وروسته وشوه، چې په ريكشا ډوله موټر كې چې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى شوي وه له يوه امنيتي موټر سره يي ټكر وكړ.
وسلوالو طالبانو د پيښې پړه منلې او ويلي، چې د دوى هدف دولتي مامورين وو.