بغلان کې د ملګرو ملتونو یرغمل شوي کارکوونکي تر اوسه لادرکه دي

د بغلان د امنیې قوماندان جنرال دادالله معصومي وایي، تر اوسه یې د ملګرو ملتونو د یرغمل شویو کارکوونکو څرک نه دی لګولی.

د ملګرو ملتونو څلور تنه کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ ناوخته د بغلان – سمنګان د لویې لارې په اوږدو کې د سپرلۍ له موټر سره یو ځاي وتښتول شول.

د بغلان د امنیې قوماندان ازادي راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو دا کارکوونکي لا هم د برمته کوونکو په ولکه کې دي او د بغلان له ولایت څخه نه دي ایستل شوي.

طالبانو ویلي، پلخمري ته نږدې یې د ملکرو ملتونو څلور تنه افغان کارکوونکي تښتولي او دا مهال یې په یوه امن ځای کې ساتلي دي.