امریکا په په قرغزستان کې د ډموکراسۍ پراخول غواړي

د امریکا متحده ایالاتو پرون وویل، په قرغزستان کې د ډموکراسۍ د پراختیا په کار کې به د نوي حکومت له مشرانو سره کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کراولي وویل، متحده ایالات د قرغزستان خپلواکۍ او ځمکني تمامیت ته متعهد دي او د دې هېواد له زړورو خلکو سره د سوله ایزې او اقتصادي سوکالۍ له لارې ډموکراسۍ ته د رسېدو په لار کې مرستې ته چمتو دي.

له بلې خوا د قزاقستان جمهور رییس نورسلطان نظربایف د جمعې په ورځ په الماتا کې یوه خبرې کنفرانس کې وویل، هیله من دی، چې د قرغزستان خلک په سولې او امن کې ژوند او کار وکړي. ده وویل:

"دا د مخالفینو او باقییف د ملاتړو تر منځ د شخړو د بندیدو لپاره زما د شپې او ورځې د خبرو برکت دی، چې د مړینې مخه نیول کیږي، د قرغزستان خلک ارام شول او موږ باقیف د قزاقستان په الوتکې کې راوړ.

زه فکر کوم په دې کار سره به حالت ثبات پيدا کړي او د قرغزستان خلکو ته به په سولې کې د ژوند او کار کولو فرصت برابر شي.

امریکا د قرغزستان په ماناس هوایي ډګر کې د افغانستان د پوځي عملیاتو لپاره اډه هم لري.

په امریکا باندې انتقادونه کیږي، چې د پخواني جمهور رییس قرمانبیک باقییف ملاتړ یې کاوه او د هغه د حکومت له خوا د خلکو له حقونو څخه په سرغړونو یې سترګې پټي کړي وې.