د کندهار په چاودنه کې ۲۹ تنه مړه او ټپیان شوي

په کندهار کې د پنجشنبې د ماښام ځان وژونکي چاودنې له وجې درې تنه افغانان وزل شوي، د امریکا او انګلستان د اتباعو پشمول یو شمېر کسان په کې ټپیان دي.

د کندهار والي ډاکټر توریالي ویسا ویلي، په چاودنې کې یو ملکی کس او د یوې بهرنۍ کمپنۍ دوه تنه وژل شوي. په دې حملې کې لس بهرنیان او ۱۶ افغانان ټپیان شوي هم دي.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکنبري وایي، د کندهار په چاودنې کې دوه امریکایي اتباع ټپيان شوي.

په لندن کې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کندهار په چادونې کې یو انګلیس هم ټپي شوی دی.