اوباما د افغانستان د جګړې له کابینې سهر غونډه وکړه

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما له هغې ورځې راهیسې، چې له جمهور رییس حامد کرزي سره یې تاوتریخوالی په ډاګه شوی، د جمعی په ورځ د لومړی ځل لپاره د افغانستان د جګړې له کابینې سره غونډه وکړه.

جمهور رییس اوباما د سپینې ماڼۍ په خاصې خونې کې د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلنټن او د افغانستان- پاکستان لپاره د خاص استازي ریچارد هولبروک پشمول له خپلو جګ پوړو مشاورینوسره وکتل.

په دې خاصې غونډې کې چې افغانستان ته د جمهور رییس اوباما له ناڅاپې سفر څخه دوې اوونۍ وروسته وشوه، په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سټینلې مککرېسټل او په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبري هم د ویډیو له لارې برخه درلوده.

دغې خاصې او مهمې غونډې ته جګ پوړي جنرالان، د بهرنیو، امنیتی او استخباراتي چارو جګ پوړي کسان راټول شوي وو.

فرانسپرس اژانس لیکي، له هغې ورځې چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د لویدیځ ضد خبرې پیل کړي او د سپیني ماڼۍ او کابل تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی، دا پوښتنه یې رامنځ ته کړې چې ایا جمهور رییس کرزی د افغانستان په جګړې کې یوبا اعتباره متحد دی او که څنګه؟