د بينظيرې د وژنې په تحقيقاتو كې ملګري ملتونه پاتې راغلي

د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو یو کمیسیون دې نتیجې ته رسیدلی، چې پاکستاني مقامات د پخوانۍ صدرا عظمې بینظیر بوټو په ساتنه او همدا راز د دوه زره اوم میلادي کال په ډيسمبر میاشت کې د نوموړې د وژنې په اړه په دقیقو تحقیقاتو کې پاتې راغلې دي.

په هغه راپور کې چې پرون خپور شو د ملګرو ملتونو څیړونکو ویلي دي، دوی په دې باور دي چې د میرمن بوټو د وژل کېدو په اړه په اغیز منو تحقیقاتو کې د پاکستاني مقاماتو پاتې راتلل عمدي و.

د ملګرو ملتونو دې کمیسیون له پاکستاني مقاماتو غوښتنه کړې چې اوس په دې اړه جدي او موثقې جنايي څېړنې وکړي څو معلومه شي چې چا د مېرمن بوټو د وژنې امر ورکړی و او هغوي محاکمې ته را کاږي.

په ملګرو ملتونو کې د چیلي سفیر هېرالدو مونوز چې د دې کمیسیون مشري کوي په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"د حکومتي چارواکو یوه ډله اساسا په خپلو هڅو کې پاتې راغله، څو لومړی د مېرمن بوټو امنیت ټینګ کړي او دوهم دوی په خپل ټول توان سره په دې برخه کې څېړنې ونه کړې چې د دې وژنې مسوولان، نه یوازې مسوولان بلکې د هغې عوامل، پلان جوړونه او مالي منابع معلوم کړي."

نوموړې هغه مهال له اتو کالو جلا وطنۍ وروسته په خپله خوښه هېواد ته ستنه شوې وه.