ماليزيا خپل د تيلو صادرول ايران ته ځنډولې دي

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق وایي، د مالیزیا د ګاز دولتي کمپنۍ ایران ته د تیلو صادرات د اوس لپاره له نړیوالې ټولنې سره د ایران د اټومي پروګرام د دوامدارې لانجې له امله ځنډولي دي.

د مالیزیا صدراعظم ایران ته د ګاز په صادرولو کې د ځنډیدو خبر پرون په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره له کتنې وروسته ورکړ.

ښاغلي رزاق له تهران څخه غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړو سره موافقه وکړي.

نوموړي وویل، مالیزیا دا مني، چې ایران د سوله ایز اټومي پروګرام د لرلو حق لري، خو زیاته یې کړه، چې ایران باید همدا راز د نړیوالې ټولنې باور تر لاسه کړي، چې اټومي پروګرام یې مجموعا شفاف دی.

د مالیزیا صدراعظم د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو د استازو په ډله کې دی، چې پرون یې په نیویارک کې د تړلو دروازو تر شا د ایران د اټومي پروګرام په اړه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خبرو په څلورم پړاوو کې ګډون درلود.