د جمهوري رياست د ارګ په ماڼۍ كې چارواكي وايي، چې نن د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رييس د ټاكلو او د ولسې جرګې د انتخاباتو د ترسره كېدوپه اړه پراخ بحثونه وشول.
د ولسمشر كرزي يوه وياند سيامك هروي ازادي راډيو ته وويل، چې په دې خبرواترو كې جهادي مشرانو او مخورو شخصيتونو برخه اخيستې وه او جمهور رييس كرزي ته يې خپل نظرونه وړاندې كړل.
د ښاغلي سيامك په خبره په دې غونډه كې كومه خاصه پرېكړه ونه شوه خو د محمد ياسين عثماني او د فضل احمد معنوي په اړه خبرې وشوې، چې يوه ته دې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د مشري دنده وسپارل شي.
ټاكل شوې ده ولسمشر كرزى ډېرژر د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رييس وټاكي.
دا خبرې اترې په داسې حال كيږي، چې د روان كال د وږي یا سنبلې په اوه ويشتمه نيټه د ولسې جرګې د انتخاباتو ترسره كېدو ته تيارى نيول كيږي.