په کاپیسا کې ۴ تنه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي

په كاپيسا ولايت كې د نړيوالو ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته كې يوملكي كس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

عيني شاهدان او سيمه ايزچارواكي وايي، چې دا نښته نن د كاپيسا د نجراب ولسوالۍ په افغانيه سيمه كې شوې، چې له امله يې يو نارينه وژل شوى او درې ښځې ټپيان شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعاكوي چې په دې نښته كې افغان او نړيوالو ځواكونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خوسيمه ايز مسوولين دا ادعا ردوي.