د برېښنا موسسې کارکوونکو نن هم خپلې مظاهرې ته دوام ورکړه

د پخوانۍ برېښنا موسسې سلګونه كاركوونكي له تيرې ورځې راهيسې د يوې مظاهرې په ترڅ كې د خپلو حقوقو د ترلاسه كول او تنخواوو د زياتولو غوښتنه كوي.

دغه مظاهره كوونكو نن په كابل كې، وويل چې بايد په رسمې توګه د افغانستان د برېښتا په شركت كې وظيفې وركړي شي او دوى غير رسمي يا په اجير ډول دنده نه ترسره كوي.

دوى څرګندوي، چې برېښنا شركت د دوى پرځاى نوركسان په لوړ معاش په دندو ګمارلي او د دوى له كاري تجربو څخه د هيواد په پرمختګ كې ګټه نه اخلي.

خو د برېښنا شركت د سوداګريزو چارو مسوول ميرويس عالمي وايي، چې د دوى كارونه ټول په كمپيوټري سيسټم عيار شوي او دغو كسانو ته به د كاري ظرفيت د معلومولو د يوې پروسې پراساس دندې وركړی شي.

ده وويل، چې ترهغه وخته به د پخوا په څېر د دې شركت دغو كاركوونكو ته معاشونه وركړل شي.