قرغزستان کې د باقی یف په پلوي رابلل شوې مظاهرې ډزې شوي

ځينې رسنۍ راپور ورکوي چې د قرغزستان په جنوب اوش ښار کې د وسلو ډزو د ولسمشر کرمان بېک باقي يف په پلوي رابلل شوې مظاهره خوره وره کړه.

تر اوسه پورې نه ده معلومه چې دغه ډزې چا کړي، د تلفاتو په اړه هم څه نه دي ويل شوي.

رپوټونه وايي، تر پېښې وروسته باقي يف په يوه موټر کې سپور شو او له سيمې ووت.

په سيمه کې خبريالان وايي، د باقي يف په سلګونو پلويان او مخالفين په دې ښار کې په مظاهره راوتلي، دا د قرغزستان دويم لوى ښار دى، چې دا ډول مظاهره په کې کېږي.

کله چې باقي يف غوښتل خپلو پلويانو ته وينا وکړي، سم د لاسه د ډزو اوازونه واورېدل شول، نوموړى د اپرېل پر اوومه د دې هېواد جنوب ته لاړ.

راپورونه وايي، چې په وروستي تاوتريخوالي کې امنيتي ځواکونو پر هغو مظاهره چيانو او احتجاج کوونکو ډزې وکړې، چې د ولسمشر پر خلاف په مرکز بشکيک کې راټول شوي وو.

په شخړو کې تر اتيا زيات کسان ووژل شول. د قرغزستان موقت حکومت وايي، باقي يف بايد ژر تر ژره استعفى وکړي او د دغه تاوتريخوالي له کبله بايد محاکمه شي.