امریکا د قرغزستان له موقت حکومت سره مرستو ته چمتو ده

يو عالي رتبه امريکايي چارواکى وايي، امريکا د قرغزستان له موقت حکومت سره مرستو ته تياره ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بلېک، د قرغزستان د موقت حکومت له مشرې سره تر خبرو وروسته وويل، د موقت حکومت لومړنيو اقداماتو ته خوشبين دى:

”د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلنټن قرغزستان ته ولېږلم چې د دې هېواد له نوي حکومت سره د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړم، نوى حکومت د ډيموکراسۍ د راستنولو، د نوي اساسي قانون او انتخاباتو لپاره تيارى نيسي او امريکا يې ملاتړ کوي.“

نن د دې هېواد په جنوب جلال اباد ښار کې د باکي يف پلويان او مخالفين مظاهره کوي. روسيې له دې نوي ايجاد شوي حکومت سره د پنځوسو مليونو ډالرو مرستې او پور ورکولو ژمنه وکړه.