امریکا: ایران به تر یو کاله د اټومي بم لپاره یورانیم تولید کړي

د امريکا يو عالي رتبه پوځي چارواکى ادعا کوي چې ايران کېدى شي تر يوه کاله د اټومي بم لپاره په لوړه کچه غني شوي يورانيم توليد کړي، خو ګومان نه کېږي چې له درېيو تر پنځو کلونو پورې د کومې داسې خطرناکې وسلې په جوړولو وتوانېږي.

د امريکا د لوى درستيز مرستيال جنرال جيمز کارتورايت دا خبرې په واشنګټن کې د مشرانو جرګې پوځي کمېټې ته ته وکړې، نوموړي دا هم وويل چې دا يې يوه تاريخي ارزونه ده او مشخصا ايران ته نه ده متوجه.