زابل او کونړو کې مانیونه کشف او شنډ کړی شوي دي

د زابل سيمه ايزچارواكي وايي، چې د دې ولايت په شملزو ولسوالۍ كې تيره ورځ ناوخته د نړيوالو ځواكونو يو پوځي موټرپه مين الوتى دى.

د شملزو ولسوال محمد وزير جوادي ازادي راډيو ته وويل، چې په دې پېښه كې بهرنيو عسكرو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نشته.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمد ادعا كوي، چې په دې پيښه كې يوشمېر بهرني سرتيري وژل شوي دي، خو بهرنيو ځواكونو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په يوبل خبركې د زابل د نوبهار ولسوال محمد ظريف وايي، چې تېره ورځ يې څلور كړۍ ماينونه چې تازه د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ښخ شوي وو، كشف اوشنډ كړي دي.

دغه راز له كنړولايت څخه هم په يوه خبركې د ملي امنيت مسوولينو ويلي، چې د خاص كنړ او سركاڼو ولسواليو ترمنځ لاره كې يې اوه كړۍ نوي ښخ شوي ماينونه كشف او شنډ كړي دي.