د كندز امنيتي مسئولين وايي، تېره شپه د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍكې د عامه نظم د پوليس او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته كې څلور طالبان وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د كندز د امنيې قومندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي ازادۍ راډيو ته وويل، چې نښتې د څو ساعتو لپاره دوام وكړ او درې پوليس هم په كې ټپيان شوي دي.
د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا كويؤ، چې په نښته كې د يوه قومندان په ګډون شپږ قومي اربكي وژل شوي دي.
نوموړى د يوه طالب وژل كېدل هم مني، خو چارواكي د نوموړي ادعا ردوي.