اوباما:د اتومي وسلو په برخه کې د مشرانو پریکړه به نړۍ خوندي کړي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې د اټومي وسلو د خونديتوب په اړه د مشرانو غونډه يوه کاميابي وبلله.

اوباما وويل، د ۴۷ هېوادونو مشرانو په څلورو کلونو کې د نړۍ په کچه د اټومي وسلو او موادو د خونديتوب هدف تاييد کړ.

نوموړي زياته کړه، ټولو ومنله، چې نړېوال امنيت ته اټومي ټروريزم ستر ګواښ دی.

اوباما ايران ته په اشارې وويل، امريکا اوس هم د فشارونو او بنديزونو لپاره پر خپل پخواني دريځ ولاړه ده او په دې برخه کې چين هم د ملګرو ملتونو په مرسته پر ايران د نويو بنديزونو ملاتړ کوي.