افتيك شركت د افغانستان له كورنيو چارو وزارت سره د ۲۰ميليونو تفاهم لاسليك كړ

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت او د افتيك شركت ترمنځ د شلو مليونو ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليك لاسليك شو.

باختر دولتي خبري اژانس راپور وركړى چې ددغه تفاهم ليك له مخې به د افتيك شركت په كابل، بلخ، ننګرهار او كندهار ولايتونو كې د وسايطو د چك او ترميمولو خونې جوړې كړي.

د كورنيو چارو وزير د دغه تفاهم ليك له لاسليك كولو وروسته وويل، د وسايطو چك او ترميمول په هيواد كې د چاپيريال د ككړتيا او د ترافيكي پېښو په مخنيوي كې مهم رول لوبولاى شي.

د افغانستان د ترافيكو مسئولين وايي، په اوس وخت كې په هېواد كې زياتره بار وړونكي او مسافر وړونكي وسايط استهلاك شوي دي، چې د چاپيريال د ككړتيا او د ترافيكي پېښو د رامنځ ته كېدو سبب شوي دي.