د هلمند چارواكي وايي، وسلوالو كسانو تېره شپه د دغه ولايت د ګرشك ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يو غړى او قومي مشر وواژه.
د ګرشك ولسوال حاجي عبدالاحد ازادي راډيو ته وويل، ملك عبدالعلي د ماخستن د لمانځه پر سر په جومات كې د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده كړې.
تيره اونۍ هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د پنځو قومي مشرانو مړي وموندل شول.
دا هغه سيمې دي چې په دې وروستيو كې د وسلوالو طالبانو پر خلاف په كې پوځي عمليات ترسره شوي.