د افغانستان په بېلابېلو برخو مهمات نيول شوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو كې د يو شمېر وسلو او مهماتو د نيولو خبر وركړ.

د كورنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دي، چې په دغو مهماتو او چاوديدونكو موادو كې لاسي بمونه، ريموټ كنټرول، تفنګچي، هاوان، راكټ او ۳۰ كيلوګرامه نور چاوديدونكي مواد شامل دي .

اعلاميه زياتوي، چې دغه چاوديدونكي مواد او وسلې يې په كابل، ننګرهار، پروان او د كندهار په ولايتونو كې نيولي دي.