په فراه كې د يوه ماين په چاوندنه كې ۷ كسان وژل شوي

د فراه په بالابلوك ولسوالۍ كې تېرماښام د سړك د غاړې د يوه ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه كې د يوې كورنۍ اووكسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د فراه ولايت د امنيې قومندان محمد فقيرعسكر ازادى راډيو ته وويل، چې په دې پېښه كې د يوې كورنۍ پنځه كسان مړه او دوه نور سخت ټپي شوي دي.

نوموړي زياته كړه، چې ماين طالبانو ځاى پرځاى كړي وه، څو پرې دولتي يا بهرني سرتېري په نښه كړي خو په كې ملكي وګړي قربانيان شول.

طالبانو تر دي مهاله د پېښۍ په اړه څه نه دي ويلي .