افغاني موسيقي بايد د نابودۍ له حالت څخه وژغورل شي

په افغانستان كې د موسيقۍ د برخې كار پوهانو د افغاني موسيقۍ په وضيعت كلكه انديښنه څرګنده كړه

د افغاني موسيقۍ يوشمېرهنرمندان وايي، چې د يوشمېر غيري مسلكي كسانو دغه موسيقي له ستر ګواښ سره مخ كړې ده. دوي وايي، چې د غيرې مسلكي هنرمندانو له خوا د بې كيفيته شعرونو انتخابول او په خپلو سندرو كې د انجونو نڅول افغاني اصيله موسيقي له منځه وړې ده.
د افغاني موسيقۍ د حالت د څرنګوالي په اړه د دوشنبې په ورځ په جوړه شوې يوه غونډه كې نامتو سندرغاړې استاد مهوش او يو شمېر كار پوهانو وغوښتل، چې بايد افغانې موسيقي له دې حالت څخه وژغول شي.

د اطلاعاتو كلتور وزارت د موسيقي د څانګې مشر انجينير سديد وويل، چې بايد د افغاني اصيله موسيقي د بيا را ژوندي كولو لپاره يوه هر اړخيزه ستراتيژي جوړه شي.

نوموړي وويل، چې دوي به هڅه وكړي د افغاني موسيقي د ښه والي لپاره يو با صلاحيته كميسيون جوړ كړي ترڅو وروسته له دې هنر مندان خپلو سندرو ته كلكه پاملرنه وكړي:
د اطلاعاتو كلتور وزارت د موسيقي د څانګې مشر انجينير سديد


"موږ په هڅه كې يو، چې په دې برخه كې د اړونده چارواكو په تفاهم سره د موسيقي د ښه والي لپاره كمېټې جوړې كړو او موږ بايد د مسلكي كسانو په ګډون يو با صلاحيته كميسيون جوړ كړو، ترڅو هغه تصميم چې موږ يې نيسو هغه بايد عملي شي او موږ به افغاني موسيقي د پردي فرهنګ له يرغل نه وژغورو."

يو ليكوال جاويد فرهاد وويل، چې اوس مهال ډيرو ځوانانو موسيقي ته مخه كړې او بايد دغو ځوانانو ته د موسيقي د اساساتو په اړه زده كړې وركړل شي:

"په افغاني موسيقۍ كې د اساساتو سور، لۍ او تال نه مراعات كول هغه څه دي، چې افغاني موسيقي يې له خطر سره مخ كړې ده.

همدارنګه بلې نكتي ته هم بايد اشاره وكړم هغه د افغاني كلاسيكي موسيقي هېرېدل دي اوس مهال د كلاسيكي موسيقي د زده كړې پروګرام نشته او يو شمېر نوي هنرمندان مو هم د دې نوعې موسيقي زده كړه ضرور نه بولي."

موسيقي په افغانستان كې ډيره اوږده سابقه لري د كابل په زاړه ښار كې د خرابات كوڅې او د ملي راډيو تلويزيون استډيو ګانې افغاني اصيله موسيقي د هرچا په زهن كې را ژوندي كوي.

په افغانستان كې په دې وروستيو كلونو كې جګړو د افغاني موسيقي د ښه والي هڅې په ټپه ودرولي او يو شمېر افغان هنرمندان د دې ناخوالو له امله بهرنيو ملكونو ته كډه شول، چې زياتره يي په مسافرت كې مړه شوي دي.

اوس مهال د موسيقي د برخې كار پوهان هڅه كوي، چې افغاني موسيقي له عصري الو سره بيا را ژوندي كړي او په افغاني موسيقي كې د پردېو هېوادونو د موسيقي د غوړېدو مخينوى وكړي.