د كابل په درې ولسواليو كې په زياته اندازه مهمات نيول شوي

د كابل په دريو ولسواليو كې په لسګونو راكټه، د هاوان مرمۍ او زياته اندازه نور مهمات نيولي دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په كابل كې له يو سلو پنځوسو نه د ډيرو راكټونو، د هاوان مرميو او نور مهماتو نيول د روان لمريز كال له پيل راهيسې د افغان پوليسو ترټولو ستره لاسته راوړنه بولي.
د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري وايي، دغه وسلې او مهمات په دې وروستيو كې د كابل په قره باغ، بګرامي او پغمان ولسواليو كې نيول شوي دي.

هغه خبريالانو ته د نيول شوېو وسلو د ښودلو په وخت وويل، دغه وسلې په راتلونكو مياشتو كې پر كابل ښار د حملو په نيت زيرمه شوې وې، چې ونيول شوې:

"په دغو مهماتو كې يو سلو شپږ شپيته فيره راكټونه او د هاوان مرمۍ شاملې دي، د دې ترڅنګ نور تجهيزات هم شته. پلان داسې و چې په راتلونكو مياشتو او په راتلونكو اونيو كې له دغو مهماتو ګټه واخيستلاى شي او په كابل يې وتوغوي، خو د استخباراتو پوليس وتوانيدل، چې له
د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري
دغې فاجعې مخنيوى وكړي."

ښاغلي بشري زياته كړه، تر اوسه پورې د دې پېښې په اړوند څوك نه دي نيول شوي، خو د مشكوكو كسانو د نيولو هڅې روانې دي.

هغه وويل، د دغو مهماتو په نيولو سره پوليس په كابل كې د وسلوالو مخالفينو د بريدو په شنډولو بريالي شوي دي.

نوموړي له خلكو وغوښتل، چې له پوليسو سره د امنيت په لا ټينګولو كې همكاري وكړي:

"په دې برخه كې د هېوادوالو همكاري ډيره ضروري ده او زموږ هيله داده، چې د هېواد په ګوټ ګوټ كې دوى له خپلو پوليسو سره همكار و اوسي، د دوى همكاري بې له شكه د پوليسو برياليتوب دى او پوليس په يوازې توګه نه شي كولاى چې داسې غټې لاسته راوړنې ولري."

وروسته له هغې چې په كابل ښار كې څو پرله پسې وسلوالې او ځان وژونكې حملې وشوې، په افغان امنيتي ځواكونو په ځانګړې توګه د كابل په پوليسو شديد انتقادوه وشول، چې د وسلوالو مخالفينو د حملو د شنډولو توانايي نه لري.

خو پوليس وايي، په كابل ښار او شاوخوا سيمو كې خپل امنيتي تدابير لا ټينګ كړي دي.