د كندهار ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د كندهار د ملي امنيت په رياست يې بريد كوونكي طالبان ځپلي دي .
د طالبانو په دغه بريد كې چې نن غرمه مهال وشو د ملي امنيت رياست دوه كسه كاركوونكي ټپيان شول .
دغه شان ويل كيږي، چې درې كسه ځان وژونكي هم د امنيتي ځواكونو په ډزو كې وژل شوي دي .
راپورنه وايي، چې طالبان د كندهار د ملي امنيت د رياست تر څنګ د نازو انا ښوونځي ته ورننوتي ول او له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواكونو ډزې كولې .
راپورنه دا هم وايي، چې په دغه بريد كې د كندهار د ملي امنيت د رياست او نازو انا ښوونځي ودانۍ زيانمنې شوې دي .
ويل شوي چې دغه نښته نيږدې دوه ساعته روانه وه.