امريكا:كرزى په افغانستان كې د ثبات په راوستو كې رغنده لوبغاړې دى

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن او دفاع وزیر رابرت ګېټس په هغو ټلویزیوني مرکو کې چې پرون خپرې شوې افغان ولسمشر حامدکرزی په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې رغنده لوبغاړی وباله او خپل دریځ یې د اوباما له ادارې بهر د هغو چارواکو له دریځه جلا کړ، چې د افغان ولسمشر پر چلند یې انتقادونه کړي دي.

هیلیري کلېنټن CBS ټلویزیون ته وویل، ځینې هغه ادعاوې او تورونه چې له سپینې ماڼۍ بهر لګول کېږي، په رښتیا هم خواشینوونکې دي او زیاته یې کړه، حامدکرزی هغه مشر دی چې تر ډېر زیات فشار لاندې دی او د حیرانتیا خبره ده چې دی څنګه له داسې یو فشار سره چې په افغانستان کې له ۳۰ کاله جګړې او پوځي فعالیتونو وروسته ورسره مخامخ دی، مقابله کوي.

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس هم له CBS ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د امریکا پوځ له افغان ولسمشر سره ډېر ښه اړیکي لري. ګېټس حامدکرزی د افغانستان د ملي حاکمیت ممثل وباله، زیاته یې کړه چې امریکایي چارواکي د افغان ولسمشر په اړه په څرګندونو کې باید ډېر حساس و اوسي.