په كندهار كې ۴ماين پاكان د ماين په چاودنه كې ووژل شول

په کندهار کې پرون د دوو ماينونو په چاودنه کې د ډافا د ماين پاکۍ موسسې څلور ماين پاکان ووژل شول او اتلس نور ژوبل شول.

د یو بل خبر له مخې د ناټو ځواکونو دوه سرتېري د افغانستان په جنوب کې د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

په يوه جلا پېښه کې په غزني کې د ملي اردو يوه سرتېري د ناټو پر سرتېرو ډزې وکړې او يو بهرنى عسکر يې ژوبل کړ.

په عين حال کې کاناډا تاييد کړې ده چې يو عسکر يې پرون په کندهار کې په یوه چاودنه کې وژل شوى دی.

په بدخشان کې بيا د وسلوالو طالبانو په يوه کمين کې د پوليسو يو قوماندان ټپي شوى او يو عسکر يې وژل شوى دى.