پاكستان د اتومي وسلو په امنيت كې ډير جدي دى

د پاکستان صدراعظم یوسف رضاګېلاني د امریکا ولسمشربارک اوباما ته ډاډ ورکړی، چې د ده حکومت به د دې هېواد د اټومي وسلو امنیت په جدیت سره ټینګ کړي او په دې برخه کې یې لازم امنیتي تدابیر نیولي دي.

اوباما او ګېلاني د اټومي وسلو د امنیت لپاره په واشنګټن کې د جوړې شوې نړېوالې سرمشریزې په غونډه کې کتنه سره وکړه.

د اټومي وسلو د خپراوي د مخنیوي کارپوهان وايي، چې د پاکستان د اټومي وسلو زرادخانه او د اټومي وسلو او موادو د زیرمو امنیت په کلکه ټینګ شوی، خو دوی د القاعده او طالبانو ګواښ د دې هېواد د اټومي وسلو لپاره د اندېښنې خورا ستره سرچینه ګڼي.