د خوست ولایت د مستوفیت مرستیا ووژل شو

د خوست په لكڼو سيمه كې نن سهار د دې ولايت د مستوفيت مرستيال د نامعلومو كسانو له خوا ووژل شو.

د خوست والي وياند مبارز ځدراڼ ازادي راډيو ته پېښه تاييد كړه او ويې ويل، چې د مستوفيت مرستيال په داسې حال كې چې له خپل كورنه د كار د دفترپه لورروان وو په ډزو ووژل شو.

د دې پېښې مسووليت د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلى او ادعا يې كړې، چې دې كس له بهرنيو ځواكونو سره اړيكي درلودې، خو د خوست دولتي چارواكي دا ادعا ردوي.