میدان وردګو کې په یوې جرګې توغندي ویشتل شوي

د ميدان وردكو سيمه ايزچارواكي وايي، چې وسله والومخالفينو تېره ورځ د سولې د ټينګښت په اړه د خلكو په يوه جرګه توغندي ويشتلي دي.

د ميدان وردكو ولايت مطبتوعاتي دفتر ويلي، چې لسګونه ديني عالمان او قومي مشران تيره ورځ د نرخ په ولسوالۍ كې سره جرګه شوي وو، څو په هېواد كې د سولې او ثبات د راوستو په لاروچارو خبري وكړي.

په خبركې ويل شوي چې د جرګې ګډونوالوته په دې پيښه كې زيان نه دى رسيدلى.

د ميدان وردكو ولايت په نرخ ولسوالۍ كې د خلكو په دې جرګې د توغنديو د ويشتلو مسووليت لاتراوسه كومې ډلې نه دى منلى.