کندهار کې د ماین پاکۍ یوې موسسې۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي چې نن سهار په كندهار ولايت كې د مين پاكۍ د يوې موسسې په كاركوونكو د مين په چاودنه كې د دې موسسې څوارلس تنو كاركوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبركې ويل شوي، چې دا پېښه د كندهار ولايت په دامان ولسوالۍ كې د ډافا د مين پاكۍ موسسې په كاركوونكو شوې ده.

د دامان ولسوال حاجې سراج ازادي راډيو ته پېښه تاييد كړه، خو ويې ويل چې په پيښه كې د مرګ ژوبلې د قيقه شميره لاتراوسه نه ده معلومه.

په كندهار كې د ميرويس روغتون مسوولينو ويلي، چې تراوسه دې روغتون ته د دې پيښې څوارلس تنه مړي او ټپيان انتقال شوي دي.