د امريكا د كانګرس يو پلاوى، چې له افغان چارواكو سره د ليدنې په هدف كابل ته راغلى له ولسمشر كرزي سره يې په بيلابيلو برخو كې د ودې او پرمختګ په اړه خبري كړې.
د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر خبر وركړى، چې د ماكس باكيس په مشرۍ د امريكا د كانګرس دې پلاوي تيره ورځ ناوخته له جمهوررييس كرزي او يوشمېر نورو دولتي چارواكو سره د ارګ په ماڼۍ كې وليدل.
په خبر كې ويل شوي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د افغان ځواكونو د روزنې، د پوهنې د پراختيا او د تروريزم او نشه يي موادو په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې شوي.
د امريكا د كانګرس دې پلاوي له افغانستان سره په بيلابيلو برخو كې د مرستې په دوام ټينګار كړى.