د افغانستان جمهوررييس له سيمه ايزو چارواكو، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره د خبرو اترو لپاره نن كندز ولايت ته تللى دى.
ټاكل شوې ده، چې ولسمشر كرزى له خلكو سره په ليدنه كې په افغانستان كې د سولې د هڅو او په شمالي ولايتونو كې د امنيت د ټينګښت په اړه هم خبرې وكړي.
راپورونه وايي، چې جمهوررييس كرزى به د كندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ كې د هغو كسانو د كورنيو له غړو سره هم وګوري، چې د جرمني الوتكو په بريد كې تيركال ووژل شول.
په كندز او ځينو نورو شمالي ولايتونو كې په وروستيو مياشتو كې د دولت د وسله والومخالفينو خوځښت او فعاليتونه زيات شوي او له دې امله خلكو اندېښنه ښودلې ده.
ولسمشر كرزي تيره اونۍ له كندهار ولايت څخه هم ليدنه وكړه او له دولتي چارواكو او د خلكوله استازو اوسپين ږيروسره يې په بيلابيلومسايلو خبرې وكړې.