د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې تېره ورځ د قیرغیزستان د اپوزوسیون له مشرې روضا اوتنبایوا سره، چې د دغه هیواد د موقتې ادارې د رهبرۍ ادعا کوي تلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کرولي وویل، اوتنبایوا میرمن کلینټن ته تاید کړه، چې د قیرغیزستان موقت حکومت به دغلته د امریکايي پوځي اډې په اړه د پخواني حکومت پرېکړې ته وفاداره اوسي.
په قیرغیزستان کې له مناس هواي اډې څخه امریکايي ځواکونه په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته اکمالات کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خپل یو استازۍ به قیرغیزستان ته واستوي څو د میرمن کلینټن او اوتنبایوا تر منځ پر تیلیفون شوې پریکړې وڅاري.
په یوه بل پرمختګ کې د اروپا د همکارۍ او امنیت د شورا یوه غړي وویل، په قیرغیزستان کې موقت حکومت د روان بحران د حل لپاره له واکه لرې کړای شي مشر سره خبرې کړي دي.