ایران په ټولو عراقي ګوندونو د یو موټې کېدو غږ کړی

ایران د عراق پر ټولو سیاسي ډلو غږ کړی، چې په دغه هېواد کې دې د سني اقلیت په ګډون د ملي یووالي د حکومت د تشکیل لپاره په خپلو کې یو یو موټی شي.

دا څرګندونې په بغداد کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي تېره ورځ په یوې خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل، د مارچ د اومې نېټې له انتخاباتو یوه میاشت تېره شوې او دا څرګنده شوه، چې یوه ډله هم په یوازې ځان د حکومت د جوړولو توان نه لري.

د ایران سفیر وویل، ټول ګوندونه باید سره یو ځای شي او د حکومت په اړه موافقه وکړي.

نوموړي وویل، د عراقیه سیکولر ایتلاف یو پلاوی به چې سني او شیعه دواړه ډلې په کې شاملې دي او په انتخاباتو کې يې زیاتې څوکۍ ګټلي په راتلونکو څو ورځو کې له ایران کتنه وکړه.