وروسته له شخړو اوباما ولسمشر کرزي ته یو لیک استولی

د امريكا د متحده ايالتونو ولسمشر بارك اوباما له افغانستان سره د ستراتيژيكو همكاريو پر دوام ټينګار كړى دى.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا نن په يوه خپره شوي اعلاميه كې راغلي، چې بارك اوبا دا خبره خپل افغان سيال حامد كرزي ته په يو استول شوي ليك كې كړې.

په اعلاميې كې راغلي، په استول شوي ليك كې واشنګتن كې د افغانستان او امريكا د ولسمشرانو د ليدلو په هكله، چې په پام كې ده د مې په دولسمه نېته جوړه شي ټينګار شوى دى.

ويل كيږي ، چې په واشنګټن كې به دواړه لوري پر بېلابېلو مسايلو خبرې وكړي.
د ولسمشر اوباما دغه ليك ، كابل ته له هغه وروسته استول كيږي ،چې څو ورځې مخكې ولسمشر كرزي، بهرنيان په انتخاباتو كې په لاس وهنې او درغليو تورن كړل او لوديځ هم د دغو څرګندونو په وړاندې سخت غبرګونونه وښودل.