خوست کې د سړک جوړونې په یو شرکت وسله وال برید شوی

له خوست څخه راپورونه وايي، چې تيره شپه هلته د هنديانو د سړك جوړولو په يوه شركت وسله واله حمله شوي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت دا حمله تاييد كړې او ويلي، چې دا حمله د خوست په دومندو ولسوالۍ كې شوې، خو د سر زيان نه لري.

د كورنيو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د پېښې پر مهال د سړك جوړونې كاركوونكي تښتيدلي او بريد كوونكو د دې شركت يو شمير موټرې سوزولي دي.

اعلاميه زياتو، چې د امنيتي ځواكونو تر رسېدو وروسته وسلوال بريد كوونكي له سيمې په تېښته بريالي شوي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې هم څو ځلې د هنديانو د سړك جوړونې د شركت پر كاركوونكو دې ته ورته بريدونه شوي دي.