د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیا غوره ټیمونو اتلولي ترلاسه کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون د اسیا د غوره ټیمونو په مسابقو کې د نیپال له ټیم ته ماته ورکړه او د اسیا د غوره ټیمونو اتلولي یې خپله کړه.

دغه لوبې چې له څه مودې راهیسې په کویټ کې روانې وې افغانستان او نیپال یې پای لوبې ته رسیدلې وو او د درېیم او څلورم مقام لپاره به د مالیزیا او هانګ کانګ ټیمونه سره مخامخ شي.

په دې ټورنمنټ کې مخکې د افغانستان د ټیم مرستیال کپیتان محمد نبي ګډون نه و کړی ځکه چې کویت د هغه ویزه ځنډولې وه، خو بیا یې ویزه ترلاسه کړه او په نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې یې ډېره ښه لوبه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اورونو په نړیواله لوبوکې خپله لومړۍ لوبه د مې په لومړۍ نیټه په ویسټ اینډیز یا غرب الهند کې له هند سره او د مې په پنځمه له جنوبي افریقا سره وکړي.