ایران درې ته نیول شوي امریکایان سی ای اې سره په تړاو تورن کړل

د ایران د اطلاعاتو وزارت هغه درې امریکایي اتباع چې تیرکال دعراق له پولو دغه هېواد ته اوښتي و، او په ایران کې بندیان ول، د متحد ایالاتو له استخباراتي ادارې سره د اړیکو په تړاوو تورن وګڼل.

دغه درې امریکایي اتباع د تیرکال په جولای میاشت کې د عراق له پولو د ایران خاورې ته ننوتي و.

د ایران د اطلاعاتو وزیر حیدر مصلحي د ایران ( پرېس ټي، وي) ټلویزیوني شبکې ته په مرکه کې وویل، تهران مستند شواهد لري، چې دغه درې امریکایي اتباع د دې هیواد د استخباراتو له ادارې سره اړیکې درلودي. نوموړي زیاته کړه، دغه اسناد به ډیر زر رسنیو ته
وښودل شي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له اسوشیېټډ پرېس اژانس سره په مرکه کې د ایران د اطلاعاتو د وزیر څرګندونې ناسمې ګڼلي، او د متحد ایالاتو له استخباراتي ادارې سره یې د دغو دریو امریکاییانو اړیکې لرل، رد کړل.