اوباما په پراګ کې د ۱۱ هېوادونو له مشرانو سره وکتل

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په مرکزي او ختیځې اروپا کې د ناټو د غړیو هیوادو له مشرانو سره وکتل.

بارک اوباما ماښامنۍ ډوډۍ تیره شپه په پراګ کې د یولس هیوادونو له مشرانو سره وخوړه او تر دې مخکې یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اټومي وسلو د محدودولو تړون لاسلیک کړ.

د پخواني شوروي اتحاد هیوادونه داسې باور لري، چې له امریکا سره د دوی ټینګ اړیکې د دغو هېوادو د امنیت لپاره مهم دي.

خو ماسکو ته د امریکا نژدې کیدل او د اوباما د ادارې د تیرکال پریکړه، چې په چک جمهوریت او پولنډ کې به د توغندیو دفاعي سیستم پلان لرې کوي، په دې برخه کې شکونه پیدا کړې دي چې د دغو هیوادو رابط ښایي له واشنګتن سره کمزوري شي.