د روسیې او امریکا ولسمشرانو د اتومي وسلو د کمولو تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د روسیې ولسمشر دیمتري میدفیدیف نن د اتومي وسلو د کمیدو تړون په پراګ کې لاسلیک کړ. له دې سره به دواړه هیوادونه په سلګونو اتومي وسلې لرې کړي.

د اتومي وسلو د محدودیت مخکنی تړون په نولس سوه یو نویم کال کې لاسلیک شوی و چې تیر دسمبر یې موده ختمه شوه. د امریکا ولسشمر وویل، له نوي تړون سره د روسیې او امریکا تر منځ اړیکي پسې تودې شوې:

((نن د اتومي وسلو د امنیت، د اتومي وسلو د نه پراخیتا او د امریکا او روسیې د اړیکو په توسعې کې مهمه ورځ ده. دا ورځ موږ د خبرو اترو اساسي هدف ته چې د اتومي وسلو د پراختیا مخنوی دی، نژدې کوي.
دا تړون به زموږ په اتومي وسلو کې د پام وړ کمی راولي. له دې سره به زموږ د اتومي وسلو په تولید کې سم په نیمالي کمښت راولي. تړون به زموږ تر منځ د پلټنې لپاره ښه زمینه برابره کړي او د دواړو هیوادونو تر منځ به دوه اړخیزه اعتماد پیاوړي کړي))

د تړون تر لاسلیک کولو وروسته بارک اوباما ایران ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ایران هغه هیواد دی چې باید منزوي شي او د دې نتیجه وویني چې چې د اتومي وسلو د پراخیتا له اصولو یې سرغړونه کړې ده.

د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف بیا پر ایران انتقاد وکړ چې د خپل اتومي پروګرام په برخه کې یې یو شمیر تعمیري وړاندیزونه رد کړې دي. د روسیې ولسمشر بیا وویل، دا څوک نه شي ردولی چې د ملګرو ملتو له لورې ښایي پر ایران نور بندیزونه ولګول شي.


بل لور ته چین تایید کړه چې نن به د ملګرو ملتو له لورې پر ایران د اتومي لانجې پر سر د بندیزونو په نوې غونډه کې برخه واخلي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جینګ یو خبریالانو ته وویل، چین ځکه په دې خبرو کې برخه اخلي چې لاهم پیکنګ په دې باور دی چې خبرې اترې د ایران اتومي لانجه هوارولای شي.