د قرغزستان اپوزسیون وایي د حکومت واګې یې په لاس کې نیولې دي

د اپوزسیون مشرې روزا اتونباییوا وایي، دا د سرپرست حکومت مشري کوي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به موقت حکومت وي څو د نوي اساسي قانون مسوده تیاریږي:

((موږ د موقت حکومت استازي، د جمهوري ریاست ټولې چارې سمبالوو، د پارلمان او حکومت کارونه هم کوو، په هیواد کې مو د د واک کنټرول په خپل لاس کې دی))
د روسیې د صدراعظم ولادیمیر پوتین په ویب پاڼه کې لیکل شوې دي چې ده له اوتنبایوا سره د قرغزستان د هیواد د چارواکې په حیث خبرې کړې دي، چې دا خبرې یو ډول د دې څرګندویي کوي چې د ماسکو له لورې د قرغزستان نوی حکومت په رسمیت پیژندل کیږي.
له رپوټونو سره سم ولسمشر کوربانبیک باکییف له مرکز بشکک څخه د هیواد جنوب ته په الوتکه کې تللی دی.
اتونباییوا وایي، د هیواد په جنوب کې هڅې کوي څو د دې موقف غښتلی شي.
البته د باکییف داوسیدو اصلي ځای تر اوسه معلوم نه دی خو له قرغزستان، قزاقستان او روسیې رارسیدلې رپوټونه وایي چې دی په جنوب کې له خپل اصلي ټاټوبي، اوش سره نژدې دی.
د قرغزستان د روغتیا وزارت په وینا د چهارشنبې د ورځې د پاڅون د قربانیانو شمیر پنځه اویا تنو ته رسیدلی دی او تر زرو ډیر نور ټپیان شوې دي.
د امریکا د متحد ایالاتو، روسیې، چین او ملګرو ملتو په ګډون نړیوالې ټولنې په قرغزستان کې له ټولو خواوو غوښتې دي چې تشدد و نه کړي او د وضعیت په ارامي کې مرسته وکړي.