په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو نن وویل چې له افغانستانه د قرغیزستان مناس هوایي اډې ته يې الوتنې موقتا ځنډیدلې دي.
د ناټو یوه ویاند ډګرمن تاد شولټس وایي، د الوتنو ځنډیدل مناس هوایي اډې ته په افغانستان کې د دوی پر عملیاتو او د لوژیستیکي موادو د انتقال پر کار تاثیر نه کوي.
د امریکا متحد ایالاتو د مناس هوایي اډه اجاره کړې ده او له دې اډې پّ افغانستان کې د ناټو ځواکونه د خپلو عملیاتو لپاره لوژیستکي ګټه اخلي.
ډګرمن شولټس وویل، د مناس په هوایي اډې کې یو شمیر الوتکې له یوه ځایه بل ته بیول شوې دي او ددې اډې دننه او له اډې بهر الوتنې موقتا ځنډیدلې دي.