کابل ښار کې پنځه تنه برید کوونکي نیول شوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې نن سهار يې د كابل ښار د اتمې حوزې په شا او خوا كې پنځه تنه بريد كوونكي نيولي دي.

د دغه وزارت په خپره شوې اعلامې كې راغلي، چې له نيول شويو كسانو څخه چې غوښتل يې د اتمې حوزې له طريقه كابل ښار ته رادننه شي او ځانمرګي بريدونه وكړي، دوه ځان وژونكي واسكټونه او يوه بوشكه چاوديدونكي توكي ترلاسه شوي دي.

په كابل كې ښار كې په هندي اتباعو د تېرې مياشتې له حملو وروسته چارواكو ويلي، چې په ښار كې دننه او بهر يې امنيتي تدابير سخت كړي دي.