د امریکا د خزانې وزارت یو چارواکی وایي، چې دا وزارت افغانستان ته نور کارکونکي استوي ترڅو هغه مالي شبکې له منځه یوسي، چې وسله والو طالبانو ته په دې هېواد کې مالي مرستې برابروي.
د تروریزم او د مالي استخباراتو په چاروکي د خزانې د وزارت مرستیال ډېوېد کوهن پرون په واشنګټن کې یوی غونډې ته وویل، چې طالبان د ده په وینا د افرادو د جذبولو، د روزنې د چارو، په ملکي وګړو د وژونکو حملو او د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په وړاندې د سخت مقاومت د دوام لپاره د پام وړ منابع په لاس کې لري.
په اوس وخت کې د دې وزارت څه باندې لس کارکونکي په افغانستان کې فعالیت کوي او د اسوشیېټډ پرېس اژانس د راپور له مخې دا نه ده روښانه، چې دغه وزارت به څومره نور کارکونکي هېواد ته استوي، چې د وسله والوطالبانو د مالی منابعو د شبکو د له منځه وړلواو د تورپیسو د سپینولو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره په هڅو کې برخه واخلي.