د لمرانرژي لرونكې الوتكه به نن ازمايښتي الوتنه پيل كړي

نن به هغه الوتکه، چې د لمر د انرژۍ په واسطه الوزي، خپله لومړنۍ ازمیښتي الوتنه پيل کړي.

ټاکل شوې، چې دا الوتکه به د سویس په لویدیځ کې له یوې پوځي اډې نه هوا ته پورته شي او تمه ده، چې ۹۰ د قیقي به په هوا کې وي.

دا الوتکه د ایربس A-340 الوتکې په څیر پراخه او اوږده ده، خو وزن یې د یوه موټرپه اندازه دی.

دا پروژه د بیرنارد پیکارد له خوا پر مخ وړل کیږي. نوموړي پیلوټ د لومړی ځل لپاره د یوه بالون په واسطه له توقف پرته د ځمکې دوره کړی وه.

دی هیله من دی، چی یوځل بیا د لمر د انرژۍ په واسطه د جوړې شوې الوتکۍ په واسطه د ځمکې دوره وکړي.