تمه ده، چې نن به په قرغزستان کې نورې مظاهرې هم وشي خو حکومت د شدید غبرګون خبرداری ورکړی.
د سې شنبې په ورځ په زرګونو کسانو په شمالي ښار ګوټې تالاس کې په حکومتي ودانېو یرغل وکړاو د ولسمشر قرمانبیک باقیف د استعفی غوښتنه یې کوله.
د شخړو ضد پولیسو په مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی غاز استعمال کړ، د ربړي ګولیو ډزې یې وکړې او له ودانیو څخه یې بهر کړل، خو مظاهره کوونکې بیرته د شپې په تیاره کې دولتي ودانیو ته ننوتل.
چارواکو په مرکز بیشکیک کې د الماس بیک اتمباییف اوعمر بیک تاکیبیف په ګډون یوشمېر مخالف مشران ونیول.
په ځینوسېمو کي د انټرنېټ اسانتیاوې هم بندي شوي دي، خود ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په ټولو اړخونوغږ کړی چې له حوصلې څخه دې کار واخلي.
بان کی مون مرکزي اسیا ته د خپل لومړني رسمي سفر په پاى کې خبرې وکړي.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د بشکیک حکومت له بشري حقونو څخه په سرغړولو تورن کړی و.