وال سټريټ ژورنال او واشنګټن ټايمز نړېوالو ورځپاڼوخپل د نننيو ګڼو مطالب د امريكا او افغانستان ورستيو نانندرو ته ځانګړې كړي دي.
وال سټريټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې، چې (د افغانستان جګړه د امریکا د ساعت پر اساس حرکت نه کوي) یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخه کې يې لیکي:
د ولسمشر باراک اوباما د دې هڅو او فشار سره سره، چې غواړي د افغانستان په اداري سیسټم کې بدلونونه راشي، افغانستان د جګړې په ډګر کې او د ډیموکراسۍ د ارزښتونو د تر لاسه کولو په چارو کې په هغې ټاکل شوي نېټه کې مخکې نه ځي کوم چې ولسمشر اوباما له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره اعلان کړې ده.
ورځپاڼه زياتوي: طالبان اوس هم د یوه پیاوړي دښمن په څیر د جګړې په ډګر کې دي او د هغوي د ځپلو لپاره متحده ایالاتو واقعي جګړه هم نه ده پیل کړې.
او له بل لوري د افغانستان سیاسي سیسټم او حکومتدارى كې د ثبات مرحلې ته نه دي رسیدلي، دې ته په کتنې سره وال سټریټ ژورنال لیکي، افغانستان هغه هېواد نه دی چې ساعت يې د امریکا د انتخابي لومړیتوبونو په معیار پر مخ لاړ شي.
د ورځپاڼې په وینا په دې برخه کې د ساعت توپیر او د امریکا توقعات د هغو شخړو او اختلافاتو یو عامل دی، چې اوس د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او باراک اوباما تر منځ پورته شوي دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: که څه هم، چې حامد کرزۍ د یوه سیاسي مشر په توګه خپلې ستونزې لري خو نوموړۍ د داسې یوې ټولنې واکمني کوي، چې غرونو، قومي او ژبنیزو سرحداتو او تر ټولو مهم، جګړو سره جلا کړې ده.
وال سټریټ ژورنال وړاندې ليكي: په افغانستان کې به د کرزي په شان کم کسان پیداشي، چې په داسې یوه ټولنه کې توازن حفظ کړي،د کرزي یوه ستونزه به دا وي، چې په داسې یوه ټولنه کې هغه یو لاس پوڅى مشر وګڼل شي.
د مقالې لیکونکی وايي: د افغانستان په شان ټولنه کې دا هم مهمه ده، چې ولسمشر يي خپلواک عمل وکړي او هم دې ته په کتنې سره امریکا باید حامد کرزي ته دا زمینه برابره کړي، چې د طالبانو او حزب اسلامي په شان ډلو سره د روغې په شان مسلو کې مخکښ رول ولوبوي.
خو د وال سټریټ ژورنال په وینا د امریکا لپاره به، چې سرتېري يې په افغانستان کې وژل کیږي د داسې وضیعت درک کول او منل ګران کار وي.
په مطلب کې وړاندې راځي: متحده ایالاتو له دې نه مخکې هم تجربه کړې، چې که یو لوی قدرت په یوه کوچني هېواد کې واک ته د یوه شخص د رسولو لپاره کار کوي په پای کې بیا د هغه شخص د کامیابۍ لپاره په پریکړو کې خپلواکي ورکول حیاتي اهمیت لري.
د ورځپانې په وینا په دغه شان حالاتو کې هغه شخص باید د دې لپاره چې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي خپلو خلکو ته خپله بې طرفي ثابته کړي.
واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز ورځپانې هم پر دې موضوع یوه مقاله خپره کړې او لیکي، دا سمه ده چې د اوباما اداره په افغانستان کې له اداري فساد او نورو ستونزو ناراضه ده، خو باید داسې کار هم ونه کړي چې خپل افغان همکاران له لاسه ورکړي.
ورځپاڼه زياتوي: غټ قدرتونه زياتره په وړو هېوادونو کې له قومي مشرانو او یا جګړه مارانو سره دوستي کوي او په داسې حالاتو کې بیا دوه لارې پاتې کیږي، چې د حالاتو د کنټرول لپاره یا دغه قومي مشر پیاوړی کوي او یا په ارامۍ سره د هغه د لرې کولو زمینه برابروي.
په یوه بهرني هېواد کې یوه ملي متحد ته اړتیا وي چې د هغه د ساتلو لپاره باید له یوه اندازه زغم او صبر څخه کار واخېستل شي.
خو د واشنګټن ټایمز په وینا د اوباما ادارې په افغانستان کې خپل شریک دومره توهین او سپک کړی دی، چې اوس نه شي کولای هغه بیرته پیاوړی کړي.
د مطلب لیکونکی وايي: اوس د امریکا لپاره درې لارې موجودې دي، له کرزي سره د اړیکو د ترمیم او هغه ته اعتماد ورکول.
دوهم د هغه پرځای بل څوک پیدا کولو او د هغه تقویه کول او که دا دواړه کارونه نه کیږي نو دريېمه لاره له افغانستان نه وتل او د لا نورې قربانې مخنیول دي.