سې شنبې د وري ۱۷مه

په كابل كې نننېو ورځپاڼې د افغانستان په روان حالت مطالب خپاره كړي دي، حميد مومند ورته كتنه كړې.
سرنوشت:

حامد كرزى زمونږ ورور دې، د بهرنيانو د وتلو په شرط خبرو ته چمتو يو، دا د طالبانو د اعلاميى هغه برخه ده، چې سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې راخيستې او ليكلي، چې دا د ولسمشر كرزي د سولې د غوښتنې په وړاندې د طالبانو لومړنې نرم غبرګون دې.

د ورځپاڼې پاتې مطالب تر ډيره د انتخاباتو د قانون په سر د حكومت او ملي شورا ترمنځ روانې لانجې ته ځانګړې شوي، خو په دې ترڅ كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون په حواله ليكل شوي د ملي شورا انتخابات به د نوي قانون پر بنسټ كيږي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم په همدې موضوع بحث كړې او په دې ترڅ كې د ملي شورا له وكيلانو غوښتي، چې په دې برخه كې د خپلو شخصي نه بلكه د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره عمل وكړي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د انتخاباتو د قانون په سر د اجراييه او مقننې قوې ترمنځ په روانې شخړې بحث كړې او پوښتلي دي، چې د دې بحران ګټه چاته رسيږي.؟

ورځپاڼې ليكلي، چې ولس د بحرانو زيږول نه بلكه كاراو د دوى د ستونزو هوارول غواړي او اوس په كار ده، چې ټول اړخونه نوي قانون ته غاړه كيږدي او د هغې له مخې د ملي شورا انتخابات ترسره كړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك كندهار ته د ولسمشر كرزي سفر او له ځايي خلكو سره د هغه ليده كاته ته ځانګړې كړې او په دې ترڅ كې د دې سفر ځينې انځورونه هم خپاره كړي دي.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د پاكستان په قباييلي سيمو كې د القاعده په پټن ځايونو باندې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په حملو بحث كړې او په غټو ټكو سره يې ليكلي، چې دې حملو د القاعده ملا ماته كړې ده.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د بې پيلوټه الوتكو د حملو له كبله اوس وسلوال په ټيليفون خبرې نه شي كولې او دوى خپل منځني تماسونه د ليكونو له لارې ټينګوي.

ورځپاڼې په يو څيړنيز مطلب كې يو ځلې بيا په كابل كې په هندي وګړو شوېو حملو ته په اشارې په افغانستان كې د هند او پاكستان ترمنځ روانې سيالۍ ته كتنه كړې او ليكلي، چې دواړه هېوادونه په افغانستان كې د يو بل له نفوسه په ويره كې دي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر كرزي په څرګندونو او د هغې په وړاندې په هېواد كې دننه او بهر راپورته شوېوغبرګونونو ته كتنه كړې او هغه يې يوه داسې ډرامه بللې، چې پايلې يې روښانه نه دي.

خو ورځپاڼې په همدې اړه په يو بل مطلب كې ليكلي، چې د ښاغلي كرزي وروستۍ څرګندونې، چې په كې په لويديځو هېوادونو سخت انتقادونه شوي روان بحران له ژوروي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا له دې مسئلې سره لږ څه سخت چلند كړې او ليكلي، چې د ملي حاكميت د يو كس خپلې ګټې او اهداف نه بلكه د يو ملت له ګټو سره تړلې مسئله ده.

دې ورځپاڼې هم د انتخاباتو د قانون په سر د حكومت او ملي شورا ترمنځ روانې لانجه څيړلې او ليكلي، چې حكومت رد شوې قانون عملي كوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د امنيت په ټينګښت كې د خلكو رول څيړلې او ليكلي، چې د دې پرته د امنيت ټينګول يو ناشونې كار دې.

خو اصلاح بيا ليكلي، چې د فساد پر ضد د مبارزې اصلي برخه د قوانينو او لوايحو اصلاح ده، چې د ورځپاڼې په وينا ورته جدي پاملرنه بايد وشي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه د والسټريټ ژورنال تبصره خپره كړې او ليكلي، چې ولسمشر كرزي دا خبردارې وركړې، كه د لويديځ او په تېره بيا د امريكا لاس وهنې دوام وكړي نو د طالبانو مقاومت به مشروع بڼه غوره كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ښاغلي كرزي د دغو انتقادونو په اړه د عامو افغانانو نظرونه هم راخيستي او ليكلي، چې د كرزي څرګندونې پر ځاى دي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي د تقنيني فرمان ردولو ته په اشارې په ولسي جرګې انتقاد كړې، چې د ملي ګټو په خلاف عمل كوي.