ټاکل شوی ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د اټومي وسلو په اړه د خپلې ادارې ستراتیژي نن اعلان کړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په شمول د امریکا خبري رسنی وایې تمه ده په دی اړه په سند كې د هغې پالیسی پر دوام ټینګار وشي، چې وایې د اټومي وسلو یواځینی هدف د اټومي ګواښونو مخنیوی او د اټومي حملې په وړاندې عکس العمل دی.
د خبر له مخې دا د اټومي وسلو د یوې خلاصې نړۍ لپاره د اوباما د ژمنې د عملي کولو په لور یو ګام دی.
د امریکا کانګرس د امریکا له هر ولسمشر څخه غواړي، چې د اټومي وسلو په اړه بیا کتنه وکړي.