بغلان کې طالبانو یو شمیر موټر سوزولي دي

د بغلان ولايت سيمه ايزو چارواكو دا منلې ده،چې د پوليسو پر موټرو د طالبانو د بريد له امله يو شمېر موټرې سوځيدلي دي.

د بغلان والي منشي عبدالمجيد ازادۍ راډيو ته ويلي دي چې دغه پيښه تېره شپه شوې ده ، خو د نوموړي په وينا پوليسو ته په كې د سر تاوان نه دى اوښتى .

دا په داسې حال كې ده چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي، چې په دغه بريد كې د پوليسو اته موټرې سوځيدلي دي او د دې تر ځنګ مرګ ،ژوبله هم ور اوښتې ده .

خو سيمه ايز چارواكي دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي .